د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
هغه ټینګار وکړ چې د هیواد پرمختګ او سوکالي یوه باسواده او متحد ملت ته اړتیا لري، او میرمنې باید وتوانیږي چې په کاري او ټولنیزو برخو کې فعاله ونډه واخلي.
پخواني ولسمشر همدارنګه په بیلابیلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي وښوده او له مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
#افغانستان #نجونو\_زده\_کړه #حامد\_کرزی
🌐