فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران انټرنشنل تلوېزیون مالک شرکت خپل شاوخوا ۶۵۰ میلیونه پونډه پورونه په ونډو بدل کړي دي. دغه ګام د دې برېتانیا مېشتې رسنۍ مالي وضعیت د پام وړ ښه کړی دی.
دا کار تېر کال په ډسمبر میاشت کې شوی دی. ایران انټرنشنل چې د افغانستان انټرنشنل شبکه هم لري، له پیل راهیسې د برېتانوي او سعودي پانګوالو په ملاتړ فعالیت کوي، خو د دوی اصلي هویت نه دی په ډاګه شوی.
د دې شبکې چارواکو له بهرنیو حکومتونو څخه د بودیجې ترلاسه کول رد کړي دي. دغه رسنۍ په وروستیو کلونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ شوې او اوس په برېتانیا کې یوازې د یوې انلاین رسنۍ په توګه فعالیت کوي.
#ایران\_انټرنشنل #رسنۍ #برېتانیا
🌐