د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د افغانانو روغتیا او هوساینې ته جدي پام وکړي. دا غوښتنه وروسته له هغې وشوه چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو پر لېږد د ایران د سمندري محاصرې د اغېزو خبرداری ورکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د پاکستان د پولو تړل کېدو دوی اړ کړل چې د ایران له لارې ګټه واخلي. خو د امریکا او اسراییلو ترمنځ جګړې او د ایران پر بندرونو محدودیتونو دا بدیله لاره هم له خنډ سره مخ کړې ده.
اوس د خوړو نړیوال پروګرام اړ دی چې بیړنۍ مرستې د سعودي عربستان او دوبۍ له لارې افغانستان ته ولېږدوي چې ډېر لګښت لري. اوس مهال ۱۷ میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب او خوارځواکۍ سره مخ دي.
#بشري\_حقونه #خوراکي\_ناورین #افغانستان
🌐