په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یوه سړي خپله میرمن او لور په بې رحمانه ډول وژلي دي. په دې بوږنوونکې پیښه کې د کورنۍ زوی هم سخت ټپي شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د پولیسو قوماندانۍ ویاند تایید کړې چې امنیتي ځواکونه ژر تر ژره د پیښې ځای ته رسیدلي او تورن کس یې نیولی دی. نیول شوي کس په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

راپورونه ښیي چې د کورنۍ سختې شخړې د دې ناوړه جنایت اصلي لامل وې. ټپي شوی زوی د درملنې لپاره ځایي روغتون ته لیږدول شوی او د تورن کس دوسیه به له بشپړې څیړنې وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

#ننګرهار #کورنی\_تاوتریخوالی #افغانستان

🌐

Author