د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکړی چې په ایران کې میشت ملیونونه افغان وګړي د اقتصادي بحرانونو او جګړو له امله بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې کډوالو د ژوند شرایط ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دي.

یان اګلنډ په ایکس شبکه کې لیکلي چې افغان ماشومان د ایران په بیلابیلو برخو کې د وروستیو بمباریو له امله له سختو رواني زیانونو سره مخ شوي دي. ډیری کډوالو کورنیو د خپل عاید لومړنۍ سرچینې له لاسه ورکړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا هڅه کوي چې د نغدي مرستو او رواني ملاتړ خدماتو په وړاندې کولو سره له دې زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي. خو مالي سرچینو کمښت او د نړیوالې ټولنې د کافي ملاتړ نشتوالی یوه لویه اندیښنه ده.

#افغان\_کډوال #ایران #بشري\_مرستې

🌐

Author