په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د حکومت ځواکونو د زبیر په نوم د تېر حکومت یو پخوانی پوځي نیولی دی. نوموړی څو ورځې وړاندې د بهارک ولسوالۍ د یوه سیمه ییز قوماندان د کسانو لخوا نیول شوی دی.

د سرچینو په وینا دا پخوانی نظامی د بدخشان د وردوج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او له نیول کېدو وروسته د طالبانو د حکومت استخباراتو ته سپارل شوی دی. تر اوسه د هغه د روغتیایي وضعیت او د ساتلو د ځای په اړه هېڅ معلومات نشته دي.

زبیر څو میاشتې وړاندې له ایران څخه په زوره ایستل شوی و او په خپل پلرني ټاټوبي کې یې ژوند کاوه. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د طالبانو د حکومت لخوا د پخوانیو پوځیانو د هدفي وژنو او خپلسرو نیونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه.

#بدخشان #پخوانی\_پوځی #افغانستان

🌐

Author