د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو د نه استعمال د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې تولیدوونکي شرکتونه خپل محصولات د خلکو د ډېرې روږدتیا لپاره ډیزاینوي. دا شرکتونه په قصدي ډول له خوږو او خوندورو موادو کار اخلي ترڅو د نیکوتین تریخوالی پټ کړي.

د دې سازمان د راپور له مخې دا چلونه د دې لامل کېږي چې خلک ډېر لوګی تنفس کړي او په لنډ وخت کې پر دخانیاتو روږدي شي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازولۍ هم د تنباکو د استعمال پر وړاندې د عامه پوهاوي مبارزه پیل کړې ده.

د سږني کال د نړیوال کمپاین اصلي شعار د درواغجنو جذابیتونو رابرسېره کول او له نیکوتین سره مبارزه ټاکل شوې ده. د دې ورځې موخه د تنباکو د شرکتونو د نویو ستراتیژیو افشا کول دي چې د ځوانانو د روږدي کېدو لپاره جوړې شوې دي.

#روغتیا #تنباکو #نړیوال\_سازمان

🌐

Author