د اتو مهمو اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په مسجدالاقصی کې وروستي پاروونکي اقدامات په کلکه غندلي دي. قطر، عربي متحده اماراتو، اردن، ترکیې، مصر، اندونیزیا، پاکستان او سعودي عربستان دغه جومات ته د اسراییلي میشتیدونکو ننوتل د نه منلو وړ بللي دي.

دغو چارواکو ټینګار کړی چې د امنیتي ځواکونو تر ملاتړ لاندې د اسراییلو بیرغ پورته کول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. دوی خبرداری ورکړی چې دا سیستماتیکې سرغړونې په ختیځ بیت المقدس کې د سپیڅلو ځایونو د تاریخي او حقوقي هویت د بدلولو په موخه ترسره کیږي او ثبات له منځه وړي.

د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا د فلسطین له خلکو خپل پریکنده ملاتړ اعلان کړ. دوی زیاته کړه چې مسجدالاقصی یوازې د مسلمانانو د عبادت ځای دی او د دې تاریخي وضعیت د بدلولو هره هڅه د ردولو وړ ده. دې هیوادونو د پیژندل شویو پولو په چوکاټ کې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

#فلسطین #مسجدالاقصی #اسراییل

🌐

Author