د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې پاکستان د بهرني سیاست د وسیلې په توګه د افراطیت په کارولو تورن کړی دی. هغه ویلي چې په سیمه کې اوسنی امنیتي وضعیت په تیرو څلورو لسیزو کې د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د پاکستان د غلیمانه سیاستونو مستقیمه پایله ده.
ښاغلي کرزي په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغو لاسوهنو په افغانستان کې د ژورې بې ثباتۍ او پراخو ځاني تلفاتو لامل شوي دي. نوموړي دا څرګندونې د اروپایي ټولنې د لوړ پوړې چارواکې کایا کالاس د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړي چې د وروستیو نښتو په اړه یې اندیښنه ښودلې وه.
پخواني ولسمشر همداراز د اروپایي هیوادونو له بشري مرستو مننه وکړه. هغه له نړیوالو چارواکو وغوښتل چې د سیمې د بحرانونو په ارزونه کې د ناامنۍ اصلي ریښې او د بهرنیو عواملو ویجاړونکی رول په دقت سره په پام کې ونیسي او د افغانستان له خلکو سره د اروپا تاریخي دوستانه اړیکې وساتي.
#افغانستان #پاکستان #کرزی
🌐