د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویلي چې نهه اویا افغانان د پاکستان له بیلابیلو زندانونو څخه ازاد او هیواد ته راستانه شوي دي. دا کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو.
دغه کسان له څه مودې بند تیرولو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شول. تیره اونۍ هم له درې سوه څخه زیات افغانان د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي وو.
په ورته وخت کې، په بهر کې د افغان بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه تل نیوکې شتون لري. کارپوهان وایي چې د مناسبې پاملرنې نشتوالی په نورو هیوادونو کې د افغانانو د بې برخلیکۍ لامل کیږي.
#افغان\_کډوال #پاکستان #طالبان
🌐