د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د دې هیواد په سویل کې د یوه موټر سوځیدل چې درې افغانان پکې مړه شول، یو بوږنوونکی جنایت وباله. په دې خواشینونکې پیښه کې یوه پاکستاني وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دې پیښې سخته ټکان ورکړی دی. هغې ټینګار وکړ چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ایټالیا به هیڅکله د تاوتریخوالي په وړاندې شاتګ ونه کړي.
ایټالیوي چارواکو تایید کړې چې قربانیان د اورلګیدنې پر مهال په موټر کې ایسار پاتې شوي وو. تر اوسه د دې پیښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیول شوي او د حقیقت موندلو لپاره څیړنې دوام لري.
#افغان\_کډوال #ایټالیا #پيښه
🌐