د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په پنځلسو بیلابیلو ولایتونو کې دوه شپیتنه کسان نیول شوي دي. دا کسان د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د دې کسانو جرمونه د نشه يي توکو پلور او قاچاق، غلا، د وسلو غیر قانوني لیږد او د جعلي پیسو کارول دي. دا نیونې په ننګرهار، بلخ، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې ترسره شوې دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې جنايي پیښې، وسله والې غلاګانې او مرموزې وژنې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي. دې وضعیت د هیواد د اتباعو په منځ کې ډیرې اندیښنې راپارولي او خلک د ښه امنیت غوښتنه کوي.
#افغانستان #امنیت #طالبان
🌐