فارن پالیسي مجلې په یوه نوې مقاله کې ویلي چې له روسیې سره د طالبانو د حکومت پوځي تړون د پاکستان اندیښنې راپارولي دي. دا پیښه کولی شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ تاوتریخوالی خورا زیات کړي.

پاکستان اندیښنه لري چې دا ترمیم شوي تجهیزات به په احتمالي سرحدي نښتو کې وکارول شي. روسي چارواکو مخکې ویلي وو چې دا تړون تر ډیره د روسي ساخت پوځي تجهیزاتو د ساتنې او مراقبت لپاره دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنیدو وروسته پاکستان ته خبرداری ورکړ چې بیا پر افغان خاوره د برید کولو جرات ونکړي. دا څرګندونې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د اختلافاتو ژوریدل ښیي.

#روسیه #پاکستان #طالبان

🌐

Author