په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نجونو د نیولو راپورونه رد کړي، خو د ځینو کورنیو غوښتل یې تایید کړي دي.
دغه ریاست د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ځینو نجونو کورنۍ د طالبانو د خوښې د حجاب نه مراعاتولو له امله ادارو ته ورغوښتل شوې وې.
د طالبانو د حکومت په وینا، دغه اقدام د اصلاحي سپارښتنو وړاندې کولو او د جامو په اړه د یادونې په موخه ترسره شوی دی.
د طالبانو چارواکو ادعا کړې چې له هیچا سره بد چلند نه دی شوی او هیڅوک نه دي نیول شوي.
تر دې وړاندې، سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو محتسبینو په سنګتخت و بندر ولسوالۍ کې ۴ نجونې د چادري نه لرلو له امله نیولې وې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، یادې نجونې د شاوخوا ۷ ساعتونو له بند وروسته د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شوې وې.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐