د بیلاروس د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو دوام کولای شي په سیمه کې نوي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي. دا څرګندونې د ډله ییز امنیت تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې وشوې.

ویکتور خرنین ټینګار وکړ چې د دې شخړو زیاتوالی کیدای شي د بشري ناورینونو او د کډوالۍ د نویو څپو لامل شي. هغه همدارنګه اندیښنه وښوده چې دا وضعیت د ترهګرو ډلو پراختیا ته زمینه برابروي.

د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ټي ټي پي د فعالیتونو له امله خړې پړې شوې دي. سرحدي نښتې او د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونو د دواړو لورو اختلافات ډیر کړي دي.

#افغانستان #پاکستان #امنیت

🌐

Author