په امریکا کې یوه فدرالي قاضي پریکړه کړې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې غیر قانوني دي. دې تګلارو د افغانستان په ګډون د نهه دیرش هیوادونو د وګړو لاسرسی پناه غوښتنې او د کار اجازې ته محدود کړی و.

جان مک کانل په خپله پریکړه کې ټینګار کړی چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې د دې هیواد د قوانینو خلاف عمل کړی دی. دې ادارې د دغو هیوادونو د وګړو غوښتنو ته له رسیدګۍ ډډه کړې وه او زرګونه کسان یې بې برخلیکه پریښي وو.

دا قانوني پریکړه کولی شي د زرګونو غوښتونکو د کډوالۍ د قضیو د څیړنې بهیر بیا ځلي فعال کړي. د امریکا حکومت تر اوسه د فدرالي محکمې د دې مهمې پریکړې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

#امریکا #کډوال #افغان #قانون

🌐

Author