د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران د سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي د هغه خبرو هرکلی وکړ چې وویل یې د طالبانو د مخالفینو جګړه «مقاومت نه ده» او ایران د طالبانو د هیڅ مخالف ډلې ملاتړ نه کوي.
مجاهد د خپل غږیز پیغام کې وویل چې دا خبرې ثابتې کړې چې «د ایران موقف د افغان خلکو موقف دی» او هغه کسان چې «بدامني» خپروي محکوم دي.
د ایران د سفارت مرستیال د طالبانو مخالفینو ته سپارښتنه کړې وه چې «کیني او خپل ستونزې سره حل کړي.» ایران ومنل چې د افغانستان له ځینو مسایلو خوشاله نه دی خو لاسوهنه نه کوي.
#طالبان #ایران #افغانستان #دیپلوماسي #مخالفین