د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د قرغیزستان په نشست کې چې د منځنۍ آسیا او اذربایجان مشرانو پکې برخه اخیسته، وړاندیز وکړ چې دغه هیوادونه د سوخت د واردات د کمولو لپاره لوی نفتي پالایشګاهونه جوړ کړي.
رحمان د سیمې او نړۍ د انرژي بازارونو اوسنۍ حالت ته اشاره وکړه او د ټرانسپورت، انرژي، صنعت او خواړو امنیت پراختیا د سیمه ییزو هیوادونو د ګډو لومړیتوبونو برخه وبلله.
د تاجیکستان ولسمشر د ژئوپولیتیکي تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنه وښوده او د سیمې هیوادونو ته یې وویل چې د نویو امنیتي ګواښونو پر وړاندې سره همکاري وکړي. تاجیکستان اوس هم خپل ډیر سوخت له روسیې او قزاقستانه واردوي.
#تاجیکستان #منځنۍ\_آسیا #انرژي #پالایشګاه