یوناما په خپل نوي راپور کې د طالبانو حکومت لخوا د بدني سزاګانو د دوام خبر ورکړی دی. د فبروري له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر پایه، ۲۲۸ کسان چې ښځې، نارینه او ماشومان پکې شامل دي، په بیلابیلو تورونو په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
دا کسان له کور څخه د تیښتې، د الکولي مشروباتو څښلو او قمار په څیر تورونو صحرایي محاکمه شوي دي. دا شمیرې په بیلابیلو ولایتونو کې د سزاګانو پلي کولو سخت دریځ ښیي چې نړیوالې اندیښنې یې راپارولي دي.
د راپور په یوه بله برخه کې د ماشومانو خواشینوونکي وضعیت ته اشاره شوې ده. د وژنې، غړو پرې کولو او پر ښوونځیو د بریدونو په ګډون د ۳۰۰ جدي سرغړونو ثبتول ښیي چې ماشومان له اوسني وضعیت څخه تر ټولو ډیر زیان ویني.
🌐 #د\_ماشومانو\_حقونه #یوناما #افغانستان #طالبان