د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د یوې زړه بوږنوونکې ترافیکي پیښې له امله لږترلږه پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي. دا پیښه پرون مازدیګر د دې غرنۍ ولسوالۍ په کږو وږو لارو کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو حکومت سیمه ایزو چارواکو تایید کړې چې دا پیښه د یوه مسافر وړونکي موټر او یوه باروړونکي موټر د سخت ټکر له امله رامنځته شوې ده. د پیښې ټپیان سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي او د باروړونکي موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

د هیواد په سړکونو کې ترافیکي پیښې لاهم قرباني اخلي. شمیرې ښیي چې یوازې په تیره یوه اونۍ کې په بیلابیلو ولایتونو کې په ورته پیښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه شوي دي.

🌐 #ترافیکي\_پیښې #پروان #افغانستان #موټر

Author