په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په خپل وروستي راپور کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وضعیت په اړه ټکان ورکوونکي جزئیات خپاره کړي دي. د دې راپور له مخې، د روان کال له جنوري څخه تر مارچ پورې پنځه تنه دا ځواکونه وژل شوي دي.
یوناما ټینګار کړی چې د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو حکومت غچ اخیستونکي اقدامات لاهم دوام لري. په دې موده کې، د ملګرو ملتونو لخوا د دې کسانو د خپلسري نیولو او بندي کولو لږترلږه شل پیښې ثبت او تایید شوي دي.
د نیولو سربیره، د پخوانیو پوځیانو سره د شکنجې او ناوړه چلند اته پیښې هم راپور شوي دي. دا موندنې ښیي چې د طالبانو حکومت د عمومي بخښنې فرمان په بیلابیلو ولایتونو کې په بشپړه توګه نه پلی کیږي.
🌐 #پخواني\_پوځیان #یوناما #بشري\_حقونه #افغانستان