د حکومت طالبان سترې محکمې پوځي محکمو ته د یوه مکتوب په استولو سره پر خپلو کسانو د ځیرکو تلیفونونو کارول په بشپړه توګه منع کړي دي. دا امر په ټول هیواد کې اتو پوځي زونونو ته صادر شوی دی.

د دې مکتوب له مخې، د محرم میاشتې له پیل څخه به د هر هغه پوځي تلیفون مات شي چې له دې قانونه سرغړونه وکړي. حکومت طالبان خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

په وروستیو ورځو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي د حکومت طالبان مسوولین د خپلو کسانو ځیرک تلیفونونه راټولوي. ځینې کارپوهان دا ګام د داخلي اړیکو د لا زیات کنټرول لپاره یوه هڅه بولي.

#تلیفون #حکومت\_طالبان #بندیز #افغانستان

🌐

Author