د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د ډونالډ ټرمپ په مستقیم امر یې په ایران کې پر ځینو اهدافو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده. سنتکام دا پوځي عملیات یو دفاعي ګام بللی دی.
د راپورونو له مخې، دا بریدونه د هرمز تنګي ته څېرمه د امریکا د پوځ د یوې چورلکې د نسکورېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي. امریکایي جنګي الوتکو د ایران د هوایي دفاع اډې او د څارنې رادار تمځایونه په نښه کړي دي.
بل خوا، د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د دې پېښې په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه توغندیز بریدونه کړي دي. تر اوسه د دې نښتو د مرګ ژوبلې او زیانونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.
#امریکا #ایران #بریدونه #منځنی\_ختیځ
🌐