د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په هرات کې پر لاریون کوونکو د ډزو په غبرګون کې سخته نیوکه وکړه. هغه څرګنده کړه چې د حکومت طالبان مشر د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکړې ده.

ښاغلي جهاني وویل چې د طالبانو د مشرتابه له نظره، هر څوک چې له دوی سره بیعت ونه کړي کافر ګڼل کیږي. د هغه په وینا، د خلکو چوپتیا لامل شوې چې دا ډله له افغان ښځو او نارینه وو سره په تاوتریخوالي کې نوره هم زړوره شي.

هغه د ځیرکو تلیفونونو د کارولو منع کول هم د هیواد د واقعیتونو د پټولو د هڅو یوه برخه وبلله. څو ورځې وړاندې په هرات کې د ولسي لاریونونو پر مهال د حکومت طالبان د ځواکونو د ډزو له امله دوه کسان ووژل شول.

#بشري\_حقونه #باري\_جهاني #هرات #افغانستان

🌐

Author