د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره د ښځو حقونو ته د بشپړ درناوي غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار وکړ چې ټولنه سولې او ارامۍ ته اړتیا لري او باید ټولو ښهروندانو په ځانګړي ډول ښځو ته د مصون او باعزته ژوند شرایط برابر شي.
په ورته وخت کې مدني بنسټونو هم د طالبانو د حکومت د مامورینو لخوا د نجونو او ښځو نیول غیرقانوني بللي او دا یې د ښهروندانو د اساسي حقونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
#حامد\_کرزی #افغانستان #ښځې #بشري\_حقونه
🌐