په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما تایید کړې چې د پاکستان په وروستیو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوي دي. دا بریدونه د سه شنبې په شپه د کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو په ځینو برخو کې شوي دي.
د یوناما په وینا، په دې پیښه کې لس تنه نور ټپیان شوي هم دي او ښځې او ماشومان د دې بریدونو د قربانیانو په ډله کې دي. دا راپورونه د پاکستاني چارواکو له ادعاوو سره په ټکر کې دي چې د ملکي تلفاتو خبره یې په بشپړه توګه رد کړې وه.
تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې وه چې دا بریدونه په دقیق او حساب شوي ډول ترسره شوي دي. هغه ویلي وو چې په دې عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان شپږویشت غړي وژل شوي او هیڅ کوم ملکي وګړي ته زیان نه دی رسیدلی.
🌐 #سیمه\_ییزې\_پیښې #یوناما #افغانستان #پاکستان