د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې د کورنیو قوانینو په اړه د طالبانو د حکومت نوی فرمان په عمل کې د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي. دا قانون د کورنۍ نارینه وو ته پراخ واک ورکوي چې د کوچنیو نجونو د واده په اړه پریکړه وکړي او د ښځو حقونه محدودوي.
د دې ارزونې له مخې، یاد فرمان د جبري ودونو پر وړاندې د ښځو او نجونو د اعتراض امکان خورا ستونزمن کوي. د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بلوغ عمر ته له رسیدو وروسته د نجونو چوپتیا د واده لپاره د رضایت په توګه ګڼل کیږي، چې دا د جبري ودونو خطر ډیروي.
دې سازمان ټینګار کړی چې نوی قانون د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دی او د ښځو خپلواکي له منځه وړي. تر دې وړاندې هم د بشري حقونو مدافعینو او ملګرو ملتونو پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت پراخ محدودیتونه غندلي وو.
🌐 #بشری\_حقونه #د\_ښځو\_حقونه #افغانستان #بښنې\_نړیوال\_سازمان