یوراکتیو خبري شبکې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله خبر ورکړی چې اروپایي کمیسیون تر اوسه بروکسل ته د طالبانو حکومت د پلاوي د سفر لپاره د ویزې غوښتنه نه ده کړې. ټاکل شوې وه چې دا پلاوی د کډوالو په اړه په یوه ناسته کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ شي.

دغه بلجیمي چارواکي ویلي چې د ویزې غوښتنلیکونه باید پخپله د اړوندو کسانو لخوا وړاندې شي او دا بهیر ښایي اونۍ وخت ونیسي. دا تخنیکي ناسته به پر هغو افغان کډوالو تمرکز ولري چې په جرمونو تورن دي.

په بروکسل کې د طالبانو حکومت د استازو د کوربه توب احتمال د اروپایي پارلمان د غړو او د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. نیوکه کوونکي وایي چې دا ډول تعامل به د بشري حقونو سرغړونو ته رسمي بڼه ورکړي.

#د\_طالبانو\_حکومت #بلجیم #افغان\_کډوال #اروپا

🌐

Author