د افغان اولس کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د کافا دوه زره و شپږ ویشتم کال اتلولۍ په دریمه لوبه کې ماتې وخوړه. دا لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه او د ازبکستان په ګټه د درې پر صفر پایلې سره پای ته ورسېده.

افغان لوبغاړو تر دې وړاندې په خپلو تېرو دوو لوبو کې یوه مساوي او یوه ماتې تجربه کړې وه. دوی له ترکمنستان سره مساوي شول خو له قرغزستان څخه یې د دوه پر یو پایلې سره ماتې خوړلې وه.

دا سیالۍ د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربه توب روانې دي. افغان ملي لوبډله به خپله وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ د تاجکستان پر وړاندې ترسره کړي.

#ورزش #افغان #فوټبال #کافا

🌐

Author