د بشري حقونو نړیوال بنسټ د ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د خوست، پکتیکا او کونړ پر ولایتونو د پاکستان وروستي هوایي بریدونه وڅېړي. دغه بنسټ د ملکي تلفاتو د مستند کولو او د عاملینو د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
دې بنسټ ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې ټولې ښکېلې غاړې باید د پوځي اهدافو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر وکړي. د پاکستان وروستي بریدونه چې پکې ښځې او ماشومان وژل شوي، کېدای شي جنګي جنایت وګڼل شي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې وسله وال په نښه کړي دي. خو د طالبانو د حکومت ویاند د دې خبرې په ردولو سره تایید کړه چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
#بشري\_حقونه #افغانستان #هوایی\_بریدونه #د\_طالبانو\_حکومت
🌐