د کار نړیوال سازمان په خپل نوي پیغام کې ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا یک سلو اته دیرش میلیونه ماشومان لا هم په درنو کارونو بوخت دي. دې بنسټ ټینګار کړی چې د ماشومانو ځای په ښوونځي کې دی او هغوی باید د کار په چاپیریال کې نه وي.

دې سازمان د افغانستان په اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله افغان ماشومان ډیر د کار بازار ته اړ شوي دي. د دې بنسټ په وینا د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په کورنیو کې بې وزلي زیاته شوې ده.

بشردوستانه بنسټونه خبرداری ورکوي چې پر زده کړو محدودیتونه په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د ماشومانو د کار او ناوړه ګټې اخیستنې خطر لا پسې زیات کړی دی. د دې ناورین د حل لپاره باید نړیوالې هڅې په جدي توګه دوام ومومي.

#د\_ماشومانو\_حقوق #افغانستان #بشري\_حقونه

🌐

Author