د متا لوړپوړی مسؤل جوئل کاپلان د چهارشنبې ورځ اعلان وکړ چې دې شرکت د هند د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د یو پوسټ د لنډمهاله محدودولو له امله رسمي معذرت وغوښت. متا مخکې ویلي و چې دا کار د یوې تخنیکي غلطۍ پایله وه.

د حیدرآباد پولیسو هم د هند کې د متا مشر پر وړاندې قضیه جوړه کړه، ځکه چې فیسبوک کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پولیس وایي مودي ته سپکاوی کوي. دا پیښې د طبي کانکور د پوښتنو د افشا پر وړاندې د زده کوونکو د لویو احتجاجونو پس منظر کې رامنځته شوې چې د هند د تعلیم وزیر استعفا یې وغوښته.

د هند رسنیو هم راپور ورکړ چې مارک زاکربرګ د زیانمنو مینځپانګو، د ماشومانو جنسي ګټه اخیستنې او ډیپ فیک ویډیوګانو پر وړاندې د کمزورتیاوو له امله د هند له چارواکو معذرت وغوښت. د هند حکومت متا ته امر وکړ چې د ماشومانو ګټه اخیستنې پورې اړوند مینځپانګه له انسټاګرام لرې کړي.

#متا #فیسبوک #هند #مودي #د\_بیان\_آزادي #ټولنیزې\_رسنۍ

🌐

Author