شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ۱۹ افغانو یوه ډله چې غوښتل یې غیرقانوني توګه ایران ته لاړ شي، د نیمروز ولایت دښتو کې ورکه شوه. د پنځو کسانو جنازې د مارګو دښتې او د نورو ۱۴ کسانو جنازې د لالو دښتې د ریګونو له منځه وموندل شوې.
د طالبانو ملي پیښو د مقابلې ریاست اعلان وکړ چې هر کورنۍ ته یې ۲۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده. دا مرستې هغه وخت اعلان شوې چې د افغانستان فقر، بیکاري او ایران ته د ویزا د صدور بندیز ډیری ځوانان غیرقانوني لارو ته اړ کوي.
دا یوازې یوه بیلګه ده چې افغانان یې د ایران غیرقانوني سفر پر مهال ژوند له لاسه ورکوي. دا فاجعه بیا یو ځل د افغانستان د مهاجرت بحران ته پام را اړوي.
#نیمروز #غیرقانوني\_مهاجرت #افغانستان #ایران #د\_مهاجرت\_بحران