د بې پولې ډاکټرانو سازمان اعلان کړی چې په هرات ولایت کې د دې ادارې یوه ښځینه کارکوونکې د طالبانو حکومت لخوا د حجاب نه مراعاتولو له امله نیول شوې وه.
دا کارکوونکې چې د هرات په حوزوي روغتون کې یې کار کاوه، تر دوه ورځني توقیف او د ځانګړي پوښښ د رعایتولو لپاره د ژمنلیک له لاسلیک کولو وروسته خوشې شوې ده.
بې پولې ډاکټرانو پر دې پېښې د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی چې پر ښځو مخ پر زیاتېدونکي محدودیتونه روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی سخت زیانمنوي.
#افغان\_ښځې #بې\_پولې\_ډاکټران #هرات
🌐