د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون د نهه دېرشو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ قضیو څېړل بیا پیلوي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې یوې امریکايي فدرالي محکمې د دې قضیو د ځنډولو د لغوه کېدو امر وکړ او د کډوالۍ ادارې پخوانی اقدام یې غیرقانوني وباله.
د دې بهیر بیا پیل کېدل د هغو کډوالو لپاره د دایمي استوګنې، پاسپورت او د کار جواز غوښتنلیکونه رانغاړي چې اوس مهال د امریکا په خاوره کې مېشت دي.
#کډوالي #امریکا #افغانستان
🌐