ایراني چارواکو اعلان کړی چې سل او دوه شپېته افغان بندیان یې د طالبانو حکومت ته سپارلي دي. دا انتقال د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ ترسره شوی ترڅو دا کسان خپله پاتې سزا په افغانستان کې تېره کړي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال عسکر جلالیان ویلي چې د دې بندیانو ډېری برخه د نشه یي توکو سره د تړلو جرمونو له امله محکوم شوي وو. هغه زیاته کړه چې دا لړۍ د بندیانو د انتقال د یوولسم پړاو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

راپورونه ښیي چې تر دې دمه سلګونه افغان بندیان په بېلابېلو مناسبتونو کې د بښنې له ترلاسه کولو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا بهیر په ایراني زندانونو کې د ګڼې ګوڼې په کمولو کې مرسته کوي.

🌍 #افغان\_بندیان #ایران #افغانستان

Author