د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه پلاوي د ماموریت د یو کلن غځولو په اړه رایه اچونه کوي. دا پرېکړه لیک به د یوناما ماموریت د دوه زره اووه ویشتم کال د جون تر اوولسمې نېټې پورې وغځوي.

تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې امنیت شورا د نورو څېړنو لپاره دا ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره غځولی و. امریکا د یوناما د ماموریت د پراخې ارزونې غوښتنه کړې وه ترڅو په اوسنیو شرایطو کې د دې بنسټ کاري لومړیتوبونه وڅېړل شي.

په نوې مسوده کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د یوناما د اغېزمنتیا زیاتولو لپاره ستراتیژیکه بیاکتنه ترسره کړي. د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو حقونه لاهم د دې ماموریت له مهمو اهدافو څخه دي.

🌍 #امنیت\_شورا #یوناما #افغانستان

Author