د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې افسرخان احمدزی، د افغانستان ۳۰ کلن تبعه، د کاناډا نه د امریکا ته د بیا غیرقانوني ننوتلو له امله ۵۱ ورځو بند ته محکوم شوی دی.

احمدزي د خپل د تورونو د منلو پر مهال اعتراف وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۳مې نیټه، د نیویارک ایالت کې د «شامپلین» سیمه کې د نړیوال سرحد نه پلي تیر شو او د امریکا د مهاجرت او ګمرک د ادارې د بازرسۍ پرته ننوت.

دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې متحده ایالاتو د وروستیو میاشتو کې د غیرقانوني مهاجرینو پر وړاندې سخت سیاستونه پلي کړي دي او د امریکایي محکمو کې د ورته قضیو شمیر زیات شوی دی.

#مهاجرت #افغان #امریکا #غیرقانوني\_ننوتل

🌐

Author