راپورونه ښیي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځولو لپاره د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې مهم بدلونونه راغلي دي. د طالبانو حکومت ته په اشارې سره د واکمنو چارواکو اصطلاح لیرې شوې او پر ځای یې د اړوندو چارواکو کلمه کارول شوې ده.

امریکا بریتانیا او فرانسې د واکمنو چارواکو د اصطلاح له کارولو سره مخالفت کړی ځکه دوی باور لري چې دا کار به د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکړي. خو په مقابل کې چین او روسیې د دې کلمې د ساتلو غوښتنه کړې وه او دا یې یو سیاسي واقعیت باله.

دا اختلاف د دوه زره اووه ویشتم کال د جون تر میاشتې د یوناما ماموریت د غځولو په خبرو کې یوه جنجالي موضوع وه. د بشري حقونو مسایل او د دوحې بهیر هم د دې مهمو دیپلوماتیکو خبرو اترو له اصلي محورونو څخه ګڼل کیږي.

🌍 #یوناما #افغانستان #ملګري\_ملتونه

Author