په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د یوه استوګنیز کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا خواشینوونکې پېښه د باک ولسوالۍ په مانه کلي کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې یو سړی د هغه مېرمن او دوه واړه ماشومان یې د دې ناوړه پېښې قربانیان دي. همدارنګه د دې کورنۍ یو اته کلن ماشوم هم په دې طبیعي پېښه کې ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او لومړنۍ څېړنې ښیي چې دا پېښه د طبیعي لاملونو له امله رامنځته شوې ده. دا کورنۍ په اصل کې د پکتیا ولایت اوسېدونکي وو خو په خوست ولایت کې یې ژوند کاوه.
🌍 #خوست\_ولایت #طبیعي\_پېښې #افغانستان