د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد لا هم د تورم د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د کمښت سره مخ دی. د دې ادارې په وینا په اپریل میاشت کې د تورم کچه اته سلنې ته لوړه شوې ده.
دا اداره زیاتوي چې د افغانۍ د نسبي ثبات سره سره د خوراکي توکو، ترانسپورت او کورونو بیې لوړې شوې دي. سیمه ییزې شخړې او د سوداګریزو لارو خنډونه د دې ګرانیو اصلي لاملونه په ګوته شوي دي.
د خلکو د پېرلو توان ډېر کم شوی او ډېرې افغان کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ستونزې لري. د کډوالو راستنېدل هم د کار په بازار کې سیالي زیاته کړې او پر کورنیو یې فشار راوړی دی.
#افغانستان #اقتصاد #تورم
🌐