د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له لوړ پوړې چارواکې روزمیري ډیکارلو سره د بشري مرستو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. د دې اړیکې موخه د مرستو رسولو اغیزمنتیا زیاتول بلل شوي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې ملګرو ملتونو د مرستو د ویشلو په بهیر کې د طالبانو د حکومت د لاسوهنې خبر ورکړی دی. سربیره پردې، په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار کولو لګول شوي محدودیتونه لاهم دوام لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخکې د ښځو پر کار د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې وه. له دې سره سره، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې پر متقابل تفاهم او د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

🌐 #ملګري\_ملتونه #افغانستان #بشري\_مرستې

Author