د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نړیوالې ځواب وینې د سیستم پر جوړولو ټینګار کړی دی. هغه په جنیوا ښار کې په یوه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د حقونو سرغړونو ته رسیدګي پیاوړو حقوقي میکانیزمونو ته اړتیا لري.
دا نړیواله ناسته د څو هیوادونو د استازو، د بشري حقونو فعالانو او د تروریستي بریدونو د ژوندي پاتې شویو کسانو په ګډون جوړه شوې وه ترڅو د افغان ښځو لپاره د عدالت د پیاوړتیا لارې چارې وڅیړي. په دې پروګرام کې ګډون والو په کابل او هرات ښارونو کې د ښځو د وروستیو پراخو نیولو په اړه سخته اندیښنه وښوده.
ښاغلي بېنټ د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو د بنسټیزو حقونو دوامداره کمزوري کیدو ته په اشارې سره، په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د عملي اقدام غوښتنه وکړه. د دې ناستې په پای کې ټینګار وشو چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسیدل په پریکړو کې د ښځو له بشپړ او مساوي ګډون پرته هیڅکله شوني نه دي.
🌐 #افغان\_ښځې #بشري\_حقونه #ریچارډ\_بېنټ #ملګري\_ملتونه