د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو اعلان کړی چې په ایران کې روانو شخړو د میلیونونو افغان کډوالو وضعیت سخت خراب کړی دی. دغو کارپوهانو د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي تړون هرکلی وکړ خو ټینګار یې وکړ چې بشري حقونه باید له پامه ونه غورځول شي.
د راپورونو له مخې دا تړون تر ډیره پر امنیتي او اقتصادي اهدافو تمرکز کوي او د خلکو او کډوالو ناوړه وضعیت ته پکې پام نه دی شوی. په ایران کې افغان کډوال د اقتصادي بحرانونو او کورنیو ځپنو له امله له بې شمیره ننګونو سره مخ دي.
ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې هر ډول نهایی تړون باید د ځواب وینې او د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره روښانه میکانیزمونه ولري. ریښتینې سوله د زیان منونکو کډوالو او خلکو د بنسټیزو حقونو له پام کې نیولو پرته ناشونې ده.
#افغان\_کډوال #ملګري\_ملتونه #ایران
🌐