د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د اعلان سره سم په یوه پیغام کې افغان خلکو ته د اختر مبارکۍ ویلې. ښاغلي کرزی د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره د بهرنیو یرغلونو په وړاندې مقاومت او ملي ځواک جوړول د هیواد د علمي بنسټ پیاوړتیا او د عامه ګډون ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
هغه په خپل ایکس حساب کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصولو باندې ټینګار وکړ او وویل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د ټولو ځوانانو په مخ خلاصې شي.
ښاغلي کرزی وویل چې د ښځو د کار ته د بیرته راستنیدو زمینه باید برابره شي ترڅو د هیواد په دننه کې د وقار ژوند امید د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي او افغانستان د خپلو وړو اولادونو په تکیه پرمختګ ته ورسیږي.
#حامد\_کرزی #اختر #افغانستان #د\_نجونو\_زده\_کړې