د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن ویلي چې د طالبانو حکومت د ځیرک ټیلیفونونو په محدودولو سره د بشري حقونو د نقض پټولو هڅه کوي. هغه په دې باور ده چې د ښځو د اعتراضونو هره ویډیو کولی شي د طالبانو واک کمزوری کړي.
دې اروپایي چارواکې ټینګار کړی چې استبدادي رژیمونه د معلوماتو په کنټرولولو سره د مخالفینو د غږونو د بندولو او د خپل واک ساتلو هڅه کوي. د هغې په وینا، د معلوماتو کنټرول د دې ډلې اصلي وسیله ده چې پراخ ځپلو ته پټ وساتي.
د طالبانو حکومت саر ته د دولتي کارمندانو لپاره د ځیرک ټیلیفونونو کارول منع کړي دي. خپاره شوي راپورونه او ویډیوګانې ښیي چې د طالبانو ځواکونو په ځینو سیمو کې د خلکو ګرځنده وسایل مات کړي او له منځه وړي دي.
🌐 #بشري\_حقونه #افغانستان #طالبان