د ازادۍ جبهې تېره شپه د کابل په امنیت ښارګوټي کې د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دا برید د طالبانو حکومت د امر بالمعروف ادارې پر یوه موټر شوی دی. په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کابل ښار اوسېدونکو ویلي چې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار په دوولسمه ناحیه کې چاودنه شوې ده. عیني شاهدان وایي چې په دې پېښه کې د طالبانو حکومت یو موټر په نښه شوی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو سرچینو تایید کړې چې د چاودنې اصلي هدف د طالبانو حکومت موټر و.
🌐 #کابل #افغانستان #طالبان