د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف اعلان کړی چې د هرمز تنګي مدیریت به هېڅکله له جګړې مخکې حالت ته ستون نه شي. هغه په سویس کې له خبرو وروسته د ډیپلوماسۍ له لارې د محاصرې ماتولو ستاینه وکړه او پر امریکا یې پر بې باورۍ ټینګار وکړ.
قالیباف خبرداری ورکړ چې که دا محاصره د پوځي لارې ماته شوې وای نو ډېر زیانونه به یې لرل. هغه دا هم وویل چې د اسراییلو حکومت له مذاکراتو سره سخت مخالف دی ځکه په دې لاره کې خپله تباهي ګوري.
په ورته وخت کې پخوانیو امریکایي چارواکو ویلي چې واشنګټن په ښکاره ډول تهران ته اجازه ورکوي چې د هرمز تنګی کنټرول کړي. ایران د جګړې له پیله پر دې حیاتي اوبلارې خپل کنټرول ساتلی دی.
🌐 #ایران #امریکا #هرمز\_تنګی