په دایکندي ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د نجونو د یوه ښوونځي مسووله طیبه حافظي د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوې ده. د هغې د نیول کېدو لامل د ځیرک ټیلیفون کارول او امنیتي ځواکونو ته یې له ورکولو څخه ډډه کول په ګوته شوي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو د حکومت ځواکونو د ښوونکو د ځیرک ټیلیفونونو د راټولولو لپاره د نجونو پر یوه لیسه برید وکړ. د دې پلټنې پر مهال، یو شمېر زده کوونکې او ښوونکې له خورا تاوتریخوالي سره مخ شوې.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو لپاره د ځیرک ټیلیفونونو کارول منع کړي دي. دا لومړی ځل دی چې یوه ښځینه ښوونکې د ځیرک ټیلیفون د درلودلو په تور نیول کیږي او په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې وسایلو د ماتولو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

#دایکندي #افغان\_ښځې #ښوونځی

🌐

Author