د تمدن ټلویزیون مسوولینو اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت ځواکونو په کابل کې د دې رسنۍ پر مرکزي دفتر برید کړی دی. دې رسنۍ خبرداری ورکړی چې شونې ده خپرونې یې ژر تر ژره په بشپړه توګه ودرول شي.
تر اوسه د دې برید اصلي لامل نه دی څرګند او د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې هم د روان زیږدیز کال د جون په میاشت کې د یوې سیاسي ډلې سره د تړاو په تور د دې ټلویزیون فعالیت د لنډې مودې لپاره ځنډول شوی و.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې پر کورنیو رسنیو فشارونه زیات شوي دي. د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي چې په هېواد کې د بیان ازادي شتون نلري او رسنۍ له خورا سختو محدودیتونو سره مخ دي.
#کابل #تمدن\_تلویزیون #رسنۍ
🌐